نیمروز کې نږدې شپږ میلیونه نشهیې ټابلیټ نیول شوي

د نیمروز امنیتي مسوولانو خبر ورکړی چې یاد ولایت کې د نږدې شپږ میلیونه میټاډون نشهیي ټابیلټ او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د دغه ولایت له نشهیې توکو سره د مبارزې مدیر مولوي فیض محمد فیضاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د زرنج ښار په سیستان ښارګوټي کې یې پنځه میلیونه او ۷۶۰ زره میټاډون ټابلیټ کشف او ترلاسه کړي دي چې د موټرو په ګاراج کې ځای پر ځای شوي وو.
فیضاني ویلي دغه نشه یې ګولۍ له نیمروز ولایته نورو ولایتونو ته قاچاق کېدلې چې ددغه قضیې په اړه یې یو تن هم نیولی دی.