بلخ کې د افغانستان ازبېکستان هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوې

راپورونه وایې د بلخ په مرکز مزار شریف کې د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوې ده.
د راپورونو په اساس دغه ګډه سوداګریزه خونه پرون ورځ "دوشنبه" د بلخ د ځایې مسوولانو، ګڼ شمېر افغانانو او ازبکستاني سوداګرو په شتون کې د "مزار هوټل" په نوم په یوه سوداګریز مرکز کې پرانیستل شوه.
د دغه خونې مسوول عصمت الله اسحاقزي ویلي چې د یادې خونې پرانیستل نه یواځې افغان سوداګرو بلکې؛ د ازبکستاني سوداګرو د سوداګرۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو د تولیداتو د معرفي کولو لپاره ښه زمینه برابروي.
اسحاقزي ویلي دغه خونه به د افغانستان او ازبکستان هېوادونو په تولیدي برخو کې تش ځای ډک کړي او د دواړو لوریو لپاره به ګټوره تمامه شي.
ورته مهال د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي ویلي چې د ازبکستان یو سل کسیز پلاوی دغه ولایت ته راغلی دی.
د اسدي پر وینا دغه سوداګر د سوداګریزو فرصتونو د پیدا کولو لپاره افغانستان ته د دې لپاره راغلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامتځته کړې او د شته ستونزو لپاره د حللارې ولټوي.
په همدې حال کې پارکین ملک اوف ازبکستان د صادروونکو د اتحادیې مشر چې په دغه مراسمو کې یې ګډون درلود وویل چې د دغه سوداګریزې خونې له رامنځته کېدو سره یو شمېر ازبکي سوداګرو د یاد هېواد د تولیداتو یو دایمي نندارتون جوړ کړی دی.
اوف ویلي په دغه نندارتون د ازبکستان درې ډوله تولیدات" خوراکي، مصالحې او برېښنایې" وسایل نندارې ته وړاندې شوي او که مناسب بازار ورته پیدا شي نو خپلې فابریکې به هم افغانستان کې پرانیزي.
د افغانستان اوازبکستان هېوادونو تر منځ دغه ګډه سوداګزیزه خونه په داسې حال کې رامنځته شوې چې له دې وړاندې هم په هرات ولایت کې د افغانستان او قزاقستان هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یوه ګډه سوداګریزه خونه جوړه شوې وه