افغانستان کې له شپږ میلیونو ډېر وګړي د بودیجې د کموالي له امله روغتیایې خدماتو ته لاسرسی نه لري

May 22, 25 Bilal ahmad Meerani

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبر ورکړی چې هېواد کې د بودیجې د کموالي له امله ۶,۳ میلیونه وکړي چې ډېری برخه یې ښځې او نجونې تشکیلوي روغتیایې خدماتو ته یې لاسرسی له لاسه ورکړی دی.

افغانستان کې دغه صندوق نن ورځ(پنج شنبه، د غبرګولي دویمه)پر اېکس پاڼه لیکلي چې یاد هېواد کې ۶,۳ میلیونه وګړي چې ښځې او نجونې یې اساسي برخه ده اړینو روغتیایې خدماتو ته به لاسرسی نور هم له لاسه ورکړي.

د سرچینو پر وینا د بودیجې د کموالي له امله د هېواد په لري پرتو سیمو کې سلګونه روغتیایې مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه بندېدلو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دغه خبر په داسې حال کې ورکړی چې تېره ورځ د عامې روغتیا سرپرست د بریټانیا له ښارژدافیر سره په لیدنه کې د دواړو لورو هېواد کې د روغتیا سکتور کې شته خدماتو د څرنګوالي، راغلو پرمختګونو، ننګونو، د نړۍوالو مرستو د مدیریت، لري پرتو ولسوالیو کې د روغتیایې مرکزونو د جوړولو، د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او له روغتیایې سکتور سره د نړۍوالو مرستو د جلب په اړه خبرې کړې وې.