هېواد کې یوه میاشت کې د ساري ناروغیو له امله سلګونه کسان مړه شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان(WHO) د ۲۰۲۵ کال د مۍ میاشتې راپور کې ویلي چې افغانستان کې د ساري ناروغیو له امله په یوه میاشت کې ۳۱۰ کسان مړه شوي دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د مړینو دا شمېر د شري، حاد تنفسي انتان، کریمیا-کانګو تبې او د اوبو له لاسه ورکولو حاد اسهال له وجې رامنځته شوې دي.
د راپورونو په اساس د روغتیا په برخه کې شته بحران لا پسې ډېر شوی دی ځکه چې افغانستان کې روغتیایې سیستم د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د مرستو له بندېدو وروسته له جدي ګواښ سره مخ دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې هېواد کې به د ۲۰۲۵ کال تر وروستیو له ۱۰ سلنې ډېر وګړي د روغتیایې خدماتو له محدودیت سره مخ شي.
یاد سازمان افغانستان کې د روغتیایې سیستم د سقوط کېدو د مخنیوي لپاره له نړۍوالو ټولنو د مرستو غوښتنه کړې او له سرپرست حکومته یې هم د بندیزونو د کمولو غوښتنه کړې ده.