غزه کې روژې لپاره د اوربند وړاندیز؛ اسراییل چمتو، خو حماس لا نه دی منلی

February 27, 24 Sumira Sayedi

د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر جوبايډن وايي، اسراییلي ځواکونه چمتو دي، روژې  مياشت کې په غزه کې جګړه ودروي.

د بايډن په خبره، دغه تړون به راتلونکې اونۍ د مارچ په ۴مه ترسره شي او د يادې مياشتې په ۱۰مې چې روژه ده، عملي شي.

بلخوا د حماس لوړ پوړي چارواکي وايي، د بايډن خبرې له وخت مخکې دي، تر هغې چې د اوربند وړانديز مطالعه نه کړي، پريکړه نه کوي.

دغو چارواکو ويلي، د اوربند او اسراییلي ځواکونو د وتلو  لومړني او اساسي مسايلو نه روښانتيا هغه څه دي چې تړون یې ځنډولی دی.

ټاکل شوې د حماس او اسراييلو پلاوي روانه اوونۍ په قطر کې د اوربند په جزيياتو خبرې وکړي.