د پاکستان له زندانونو ۴۰ افغان بنديان خوشې شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان قونسلګري مسوولان وايي، د پاکستان له زندانونو د يوې مېرمنې په ګډون ۴۰ افغان بندیان خوشې شوي دي.
قونسلګري پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، ياد کسان له خوشې کېدو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
سرچینې ویلي، په تېر يوه کال کې څه د پاسه ۳ زره افغان بنديان د پاکستان د سند ايالت له زندانونو ازاد شوي او خپل هېواد ته لېږدل شوي دي.
پاکستان کې ډیر کله یو شمېر هغه افغانان چې دغه کې د اوسېدو او کار قانوني اسناد نه لري، نیول کیږي او یا هم پیسې ورڅخه اخیستل کیږي.