غزني کې يوې ناوې ځانوژنه کړې

د غزني په قرهباغ ولسوالي کې يوې ناوې چې درې مياشتې مخکې يې واده کړې وه، د پلار په کور کې يې ځان راځړولی دی.
د غزني د امنيې قومانداني وياند خالد سرحدي وايي، پېښه نن پنجشنبه د ياد ولايت د قرهباغ ولسوالي مزدور سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ناوې پلار ويلي، لور يې د دوی کور ته په راتګ سره، يوې کوټه کې ځان راځړولی او خاوند يې اوس هم ايران کې دی.
د پېښې علت لا تراوسه په ډاکه شوی نه دی.
له دې دوه ورځې وړاندې د غزني ولايت قرهباغي سيمه کې هم يوه ځوان ځانوژنه کړې وه.