غزه کې مرستو ته په تمه شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي

د غزې روغتيايي چارواکي وايي، اسراييلي ځواکونو شاوخوا ۱۱۲ فسلطيني وګړي چې د مرستې ترلاسه کولو هڅه يې کوله، وژلي او ۲۵۰ نور يې ټپيان کړي دي.
د روېټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د وژل شویو دا شمېر په تېرې يوې اونۍ کې تر ټولو زيات دی چې کولی شي قطر کې د اوربند او اسراييلي بنديانو د خوشې کولو خبرې اترې ټکنۍ کړي.
خو اسراییلي ځواکونو ويلي، د دې ملکي وګړو د وژل کېدو پړه د هغو جنګياليو په غاړه ده چې د مرستو لارۍ یې محاصره کړې وې او ځينې نور بيا تر پښو لاندې شوي دي.
اسراييلي لوړ پوړي چارواکي ويلي، د سلګونه متره فاصلې تر منځ دوه پېښې وشوې چې لومړۍ يوه کې لسګونه کسان د مرستې د ترلاسه کولو په هڅه کې تر پښو لاندې شول.
دويمه پېښه کې يو ډله خلکو هڅه کوله د لاریو د حرکت پر مهال هغو ځواکونو ته ور نږدې شي چې د خطر احساس یې کاوه.
کله چې له جو بايډن څخه دا پوښتنه وشوه چې ايا دا پېښه به د حماس او اسرايیل ترمنځ د اوربند خبرې ټکنۍ کړي، ځواب یې دا وه « پوهېږم چې دا به ترسره شي. »
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دې پېښې د جزيياتو په لټه کې دي.