امریکا: افغان نجونو او مېرمنو ته د کار او زده کړو زمینه برابروو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي، امريکا، قطر او نور هېوادونه به ډېر ژر د نړۍ ګوټ ګوټ کې افغان نجونو ته د کار او زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.
بلېنکن تېره شپه د افغان ښځو اقتصادي مقاومت غونډې ته په وينا کې ويلي، سرپرست حکومت افغان نجونې له ښوونځيو او پوهنتونونو راګرځولې، له کوره بهر د کار کولو مخه یې نيولې او له بنسټيزو ازاديو او بشري حقونو يې محرومې کړې دي.
دغه امریکایي چارواکي ژمنه کړې چې دوی به په قطر کې سلګونه زره افغان نجونو او مېرمنو ته د کار او عايد سرچينې برابرې کړي.
بلېنکن وايي، څيړنې په ډاکه کوي چې د نړۍ له ۸۵٪ سلنه پورته وګړي په دې فکر دي چې ښځې بايد زده کړو ته مساوي لاسرسی ولري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له افغان نجونو د ملاتړ خبره په داسې حال کې کوي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بنديز لګېدلی دی.