تېر کال څه باندې دوه مېلیونه افغان ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسین شوی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق (یونېسف) وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې له دوه مېلیونو زیات افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د شري ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي.
دغه صندق ویلي، دوی له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي؛ څو ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان په هر ګوټ کې ماشومان د شري په څېر د مخنیوي وړ ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.
یونېسف تېره ورځ پخپله اېکسپاڼه زیاته کړې چې واکسین کول د هر ماشوم لپاره که هر چېرې وي خورا اړین دي.
له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د ټول هېواد په کچه د شري ناروغۍ پر ضد د واکسین یو ستر کمپاین پیل کړي چې شپاړس مېلیونه ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي.
بل خوا د بې پولې ډاکټرانو سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان په درېیو ولایتونو هرات، بلخ او هلمند په هغو روغتونونو کې چې دوی یې ملاتړ کوي، د شري ناروغي زیاته شوې ده.
دغه سازمان ویلي و، هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله مري.