په هند کې د یوې مذهبي غونډې پرمهال ۸۷ کسان وژل شوي

د هندي رسنیو د راپور له مخې د اتراپردیش ایالت هاتراس سېمه کې په یوه مذهبي غونډه کې د ګڼې ګوڼې په پېښه کې لږ تر لږه ۸۷ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي.
د روغتیا لوی رییس اومیش کمار ترپاټي وایي، په وژل شویو کې ښځې او نارینه شامل دي او زیاته یې کړه چې ښایي د مړو شمېر ډېر شي.
سرچینه وایي، ټېل ماټېل هغه مهال رامنځته شو چې ګډونوال د مذهبي مشر بهول بابا مخې ته ورغلل.
چارواکو تر دې دمه د پېښې لامل ګڼه ګوڼه یاده کړي خو دا یې نه دې ویلي چې څومره خلک غونډې ته راټول شوي وو.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶ کال کې هلته د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۱۲ کسان وروسته له هغې ووژل شول چې د هندوانو د نوي کال په مناسبت راټول شوي وو.